IQNA

د ليبيا وړومبې اسلام پال ګوند جوړ شو.

22:20 - January 09, 2012
د خبر لمبر: 2254247
بين المللی ډله: د ليبيا يو شمير دينی پوهانو او عالمانو د «الإصلاح والتنمية» يعنې اصلاح او پراختيا په نامه د دغه هيواد وړومبې اسلامی ګوند جوړ كړ.
د عرب آنلائن خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د ليبيا يو شمير دينی عالمانو د قذافی د اسبدادی رژيم د پرزيدو او د ليبيا د انتقالی شوری له خوا د سياسی ګوندونو د جوړيدو د ممنوعيت د لغوه كيدو نه پس د اصلاح او پراختيا په نامه د دغه هيواد وړومبې اسلامی ګوند جوړ كړ.
دغه ګوند د ليبيا د انتقالی شوری له خوا د نويو ګوندونو د جوړولو د ممنوعيت د قانون د لغوه كيدو نه يوه اونۍ وروسته جوړ شو او د ليبيا د اصلاح او پراختيا دغه ګوند د دغه هيواد په وړومبيو آزادو انتخاباتو كښې د ګډون له پاره خپل چمتو والې اعلان كړ. 931911

captcha