IQNA

د نجف د طرحې برنامې دوه مياشتې وځنډيدې

22:53 - February 04, 2012
د خبر لمبر: 2268335
بين المللی ډله: د عراق د پارليمان د رسنيو او فرهنګ كمیټې د ( نجف، په ٢٠١٢ كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی او كلتوری پلازمينه ) نومې طرحې د برنامو په پيليدو كښې د دوه مياشتنی ځنډ خبر وركړ.
د «صوت العراق» خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) درپورټ له مخې: د عراق په پارليمان كښې د فرهنګ او رسنيو د كمیټې رئيس علی الشلاه د دې خبر په اعلانولو سره ووئيل: په ( نجف، په ٢٠١٢ كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی او كلتوری پلازمينه ) نومې طرحې باندې د څارونكې كمیټې د نظر سره سم د دغې طرحې فعاليتونو دوه مياشتې وځنډيدل.
دوی په دوام كښې زياته كړه: د نجف د طرحې پروګرامونه چې ټاكل شوې وه د روان كال د كب يا حوت د مياشتې په ٢٦ نیټه پيل شی، په دوه مياشتنی ځنډ سره د ١٣٩١ كال د غوئی د مياشتې تر نيمائی پورې وځنډيدل.
د عراق په پارليمان كښې د فرهنګ او رسنيو د كمیټې ريئس همداراز څرګنده كړه: د نجف د طرحې برنامې د دغې طرحې د ځينو ځانګړو پروسو د نه بشپړيدو په شمول د مختلفو دلائلو په وجه ځنډولې شوې دی. 946742

captcha