IQNA

احمدی نژاد: اسلامی انقلاب هماغه راز دوام لری

20:54 - February 07, 2012
د خبر لمبر: 2269897
سياسی ډله: ولسمشر احمدې نژاد په دې بيان سره چې اسلامی انقلاب د يوې امپراطورئ په ځای د بلې ځای پر ځای كولو په موخه نه دئ تر سره شوئ بلكې په نړۍ كې د عدالت پرځایښت، د صالحو خلكو واكوالی، د طاغوتی ځنځيرونو شليدنه او انسانی كمال ته د انسانانو رسيدنه د ايران د اسلامی انقلاب آرمانونه او هيلې دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، احمدې نژاد په دې يادونې سره چې ليبرالانو په نړۍ كې د بشر حقوقو او ديموكراسۍ تر خوله پټی لاندې د نړی او بشر په ضد تر ټولو ډير او بد جنايتونه تر سره كړل څرګنده كړه ، د آزادۍ او بشر حقوقو مدعيانو د ملتونو په ميلياردونو ډالره پانګه او شمتنی لوټ كړه او اوس ېې د هغوی سپكاوی ته مخه كړې ده او نور څوك دې ادعاكوونكو درواغجنو ته كومه هيله او اميد نه لری .
د اسلامی ايران ولس مشر د اسلامی انقلاب د برياليتوب د كليزې په لمانځلو سره د سباوون لسيزه د بشريت لپاره د بيلګه كيدا لپاره د ايران د ملت دنده وبلله او وېې ويل په دې نړۍ كې د لوړاوی كچې ته د رسيدا لپاره بايد له پيچومو او كړنګونو تير شو او دا سختۍ په ځان ومنو .
د ايران د ولس مشر احمدې نژاد په شتون كې د قزوين ولايت ۲۲۰ بستريز روغتون او د اوسيدلو لس زره كورونه ګټې اخيستنې ته وړاندې شول .
948324
captcha