د قطر چاپ ((الشرق)) ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې دغه مقابلې د ځوانانو په شتون او د قطر د فرهنګ، هنر او ميراث د وزارت د ځوانانو د فعاليتونو د ادارې په همت او د دغې ادارې د فرهنګی فعاليتونو د برخې په څارنه، د الوكره په ورزشی كلب يا باشګاه كښې ترسره كیږی.
د قطر د فرهنګ، هنر او ميراث د وزارت د ځوانانو د فعاليتونو د ادارې مدير سيدعبدالرحمان الهاجری څرګنده كړه: دغه اداره د قرآن او حديث د مقابلو د ٢٥ دورې ترسره كولو ته خاصه پاملرنه لری او دغه سيالۍ د تجويد په احكامو سره د قرآن د تفسير او حفظ، او د نبوی (ص) حديثونو په هكله د يولړ پوښتنو په څانګو كښې اجرا كیږی.
دوی زياته كړه: په دغو مقابلو كښې د قطر د ځوانانو د مركزونو او باشګاهو غړی ځوانان ګډون كوی او د دغو مقابلو د ترسره كولو موخه د قرآن د قرائت او حفظ د كچې لوړول دی.
961107