IQNA

د روسیې په ((چليابېنسك)) صوبه كښې د اسلامی مدرسې شروع كېدل

22:50 - April 04, 2012
د خبر لمبر: 2298179
سياسی او اجتماعی ډله: د روسیې فېډريشن د ((چليا بېنسك)) صوبې په ((ټروتېسك)) ښار كښې په راتلونكو څو ورځو كښې يوه اسلامی مدرسه خپل كار پېلوی
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اروپا سيمې د څانګې د رپوټ له مخې د روسیې د چليا بېنسك او كورګان صوبو مفتی ((رينات رايف)) په دې حقله څرګنده كړه: د متوسط طبقې زده كوونكی كولې شی د خپلو مدرسو د تعليمی درسونو له زده كولو سره په يو وخت د اسلامی علومو د زدكړې لپاره په دغه اسلامی مدرسه كښې زدكړې پېل كړی.
هغۀ په دوام كښې زياته كړه: زده كوونكی كولې شی په دغه اسلامی مدرسه كښې د خپلو زدكړو له ختمېدو نه پس د لوړو اسلامی زدكړو په موسسو كښې په زدكړو بوخت شی.
د چليا بېنسك او كورګان صوبو مفتی څرګنده كړه: همدا اوس د جنوبی اورال په سيمه كښې له سلو نه زيات جوماتونه موجود دی، چې د دغو جوماتونو د جَمعې له امامانو څخه لس تنه له اسلامی مدرسو او موسسو څخه فارغ التحصيل دی او د جَمعې نورو امامانو اسلامی زدكړې له خپلو والدېنو څخه حاصلې كړی دی.
هغۀ په اخېر وويل: دا موضوع په دغه هېواد كښې د اسلامی مدرسو د جوړولو د ضرورت ښودنه كوی، ځكه چې له دې لارې په دينی او مذهبی ډګر كښې ښۀ ماهران او كارپېژاندی روزلې شو.
977475
captcha