IQNA

په هند كښې د حضرت بی بی زهرا (س) د سيرت د څېړنې د غونډو د لړۍ جوړېدل

22:49 - April 04, 2012
د خبر لمبر: 2298182
د علم او فكر ډله: د حضرت بی بی فاطمې (س) د وير د ورځو په درشل كښې د دغې قدرمنې مېرمن د سيرت د څېړنې د غونډو لړۍ د روانې اوری د مياشتې له پنځلسمې نټې نه د هند د مهاراشټر صوبې د بمبۍ ښار په حسينی حال كښې شروع شوه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې دغه غونډې چې د حسينی انجمن لخوا جوړیږی د همدې مياشتې تر نولسمې نېټې پورې به دوام ومومی.
د دغې لړۍ په وړومبنۍ غونډه كښې د هند مشهور عال او خطيب محمد جعفر چې په ظهور خان باندې مشهور دےد اسلام په مكتب كښې د بې بی زهرا (س) د رول، د دغې قدرمنې مېرمن د پاك او معنوی ژوند او اخلاقی فضائلو په باره كښې وېنا وكړه.
د يادونې ده چې د بمبۍ ښار حسينی انجمن د خداے دګران رسول (ص) د پاكو اهلبېتوعليهم السلام له ټولو عاشقانو څخه په دغو غونډو كښې د ګډون غوښتنه كړې ده.
976942
captcha