د مصر چاپ د ((اليوم السابع)) ورځپاڼې په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسی د رپوټ له مخې شېخ محمد احمد شبيب پرون سهار د يوې اوږدې مودې د قران شريف له خدمت نه پس د ٧٩ كالو په عمر كښې د دقهليه صوبې د ميت غمر ښار په دنديط كلی كښې په خپل كور كښې فانی دنيا ته په مخه ښه وويل.
شېخ شبيب له هغو مشهورو مصری قاريانو څخه ؤ چې د دغه هېواد د اوقافو وزارت ترې په ١٩٩٤ كال كښې وغوښتل چې د روژې د مياشتې د شپو د احيا لپاره دې د اټلی روم ښار اسلامی مركز ته لاړ شی چې هغۀ و نۀ منله او په مصر كښې پاتې كېدو ته ترجيح وركړه. د مصر د اوقافو د وزارت نمائنده د فلسطين د كورواكو تشكيلاتو د پخوانی مشر ياسر عرفات په زمانه كښې د روژې له مباركې مياشت نه يوه ورځ مخكښې له هغۀ څخه په يو رسمی بلنه كښې وغوښتل چې په قدس شريف كښې مسجدالاقصی ته دې د روژې د مياشتې د شپو د احياء لپاره لاړ شی چې هغۀ هم بې له شكه دغه بلنه قبوله كړه او له قران شريف سره د فلسطينيانو د مينې په محفل كښې یې ګډون وكړ او ياسر عرفات یې تود هركلے وكړ.
شېخ محمدا حمد شبيب وړومبے قاری ؤ چې فلسطين ته د فلسطينيانو د له ستنېدو او د ياسر عرفات په مشرۍ د يو كورواكه حكومت له تشكيل نه پس یې په مسجدالاقصی كښې د قران شريف تلاوت وكړ او په مسجد الاقصی كښې د نيم ميليون فلسطينيانو په غونډه كښې یې د قران شريف د يو شمېر مباركو ايتونو په تلاوت كولو سره یې د ياسر عرفات لخوا زياته قدرونه وشوه او ورته یې د قدرونې سرټيفكېټ او د فلسطين د كورواكو تشكيلاتو يوه خاصه تمغه وركړه.
978155