له لسو كلونو وروسته په عراق كښې د عربو اتحادیې د غونډې جوړېدو په دغه اسلامی هېواد كښې د امنيت او ثبات نښې نښانې څرګندې كړې.د عراق امنيتی ځواكونو له قومی او قبيله ای نښتو څخه لرې په خپلو كښې سره لاسونه وركړل چې دغه غونډه په ډېر سلامتيا سره ترسره شی. د بغداد غونډه كولې شو په تېرو كلونو كښې د عربو اتحادیې له نورو غونډو څخه بل شان وګڼو، په دا ډول چې د سوریې د مسئلې په اړه د توافق ترلاسه كول او له فتنه ګرو څخه د فوځی ملاتړونو مشكلات رامنځته كوونكو نظريات څېړنه هغه موارد دی چې د بغداد غونډې ورته روښانه ځوابونه وركړل. خو د بغداد له غونډې نه پس بدلونونه او د عراق د بخوانی ولس مشر له مرستيال طارق الهاشمی څخه د قطر د ډېكټاټو دعو د دغه اقدام د څه رنګوالی په اړه يو يو شمېر پوښتنې مطرح كوی. د سوریې د مسئلې او نورو كړكېچونو چې په عربو ټولنو كښې موجود دی د حل لپاره د عراق روش له هغه څخه سره چې قطر یې د خپلې مشرۍ په دوران كښې د سعودی عربستان په ملاتړ سره بيناد كېښود څرګند فرقونه لری او لويدیځ د اوری د روانې مياشتې د لسمې نېټې د غونډې د مصوبو د شنډولو لپاره ټينګ ګامونه پورته كړل چې له هغو څخه له كردستان څخه د هاشمی غېر قانونی وېستلو او په قطر كښې له هغۀ څخه هركلی ته اشاره كولې شو. هاشمی د نوری المالكی د قتلولو لپاره په اقدام باندې تورن دے چې د هغۀ له دریځونو څخه د علاوی او فهرست العراقيه نۀ ملاتړ بالاخره له عراق څخه د هغه د وېستلو سبب شو.
په قطر كښې د هاشمی شتون د يوې نوې دسيسې سريزه ده. هاشمی د بشار اسد د حاكميت د نسكورولو لپاره د يو سلاكار په رول كښې له قطر او لويدیځ سره مرسته كوی او له بلې خوا د قطر اوعراق تعلقات له مشكل سره مخامخوی چې دا مسئله د دوحې غوښتنه ده. په دې مېنځومان كښې امريكې قطر ته د هاشمی له سفر څخه پټ ملاتړونه وكړل ځكه چې دا مسئله كولې د سوریې په موضوع كښې د عراق كليد رول پيكه كړی.
978593