IQNA

په قزاقستان كښې د اسلامی قرضې اوراق خپریږی

22:05 - April 06, 2012
د خبر لمبر: 2298765
سياسی او اجتماعی ډله: د قزاقستان جمهوريت د پراختيا بېنك به د اول ځل لپاره د هېواد په سطح د اسلامی قرضې اوراق خپارۀ كړی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د مركزی اېشيا د څانګې د رپوټ له مخې د دغه هېواد د پراختيا بېنك (ډيولپمنټ بېنك) د اوری د روانې مياشتې په ١٤ نېټه اعلان وكړ. د پينځو سوو ميليونو ډالرو د اسلامی قرضې اوراق به د هېواد په سطح خپارۀ شی او دغه د قرضې اوراق د اسلامی مالیې د اصولو مطابق چې كاركردګی یې د ګټې او سود له نرح نه بغېر ده اداره كیږی.
د دغه رپوټ له مخې د دغه هېواد د پراختيا بېنك دې ته په اشارې سره چې دا مسئله د چارواكو او د څارونكو ادارو لخوا د څېړنې او جاجونې په حال كښې ده ددغه اوراقو د خپرولو دقيق تاريخ اعلان نۀ كړ.
د بېنك په اطلاعيه كښې همدارنګ راغلی دی چې د اسلامی قرضې د اوراقو وړومبنۍ شمېره له دوو سوو نه تر درې سوو پورې ميليونو ډالرو سره د څه د پاڅه پينځو مياشتو په موده خپریږی.
978476
captcha