IQNA

د تيونس د دينی چارو وزارت په اسلامی ودانيو باندې حمله وغندله

20:57 - April 17, 2012
د خبر لمبر: 2307088
بين المللی ډله: په تيرو دوو ورځو كښې په دوو جوماتونو او يو زيارت باندې د نامعلومو كسانو د حملې نه وروسته د تيونس د دينی چارو وزارت د يوې بيانیې په خپرولو سره دغه ډول اقدامات په كلكه وغندل.
د «businessnews»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، د تيونس د دينی چارو د وزارت د بيانیې په يوه برخه كښې ټينګار شوی دی: په جوماتونو او زيارتونو باندې د حملې او هم د قرآن كريم د سپكاوی د عاملانو هدف، د خلكو ترمينځ د تفرقې رامينځته كول او د انقلاب د لارې منحرفول دی.
دغې وزارتخانې بې له دې چې د كومې خاصې ډلې نوم واخلی، دوام وركړ: د دغو بدو او په عين حال كښې عجيبه اقداماتو عاملان اراده لری چې په اسلامی مقدساتو باندې په حملې سره د خلكو لپاره د انقلاب د برياليتوب خواږه، تراخه كړی او هغوی خپلې لارې ته له دوام وركولو څخه منعه كړی.
د تيونس د دينی چارو وزارت همداراز له امنيتی چارواكو وغوښتل چې د دغو اقداماتو د عاملانو او د اسلامی مقدساتو د سپكاوی كونكو د نيولو لپاره دې د عمل ميدان ته راودانګی او د دينی ځايونو حفاظت دې وكړی.
د يادولو ده چې د تيونس د خلكو د انقلاب د كاميابۍ او د بن علی د رژيم د پرزيدو نه وروسته يوشمير فرصت لټونكی په مسجدونو او دينی مركزونو باندې د حملې په ترڅ كښې كوشش كوی چې د خلكو ترمينځ تفرقه واچوی. 986687

captcha