د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ټيليويژنی پروډيوسر محمدهاشمی اصل د دغه مطلب په بيانولو سره ووئيل: د شهيدسيدعباس موسوی د شخصيت په هكله د يو غوره سريال جوړول غواړو چې ټاكل شوې ده له هيواده په بهر كښې ئې عكاسی او شوټنګ وشی.
دۀ زياته كړه: پائې ته د تحقيقاتو د مرحلې په رسيدو سره جابر قاسمعلی همدااوس د دغه ستر سريال د متن په ليكلو لګيا دے چې يو مفصل كار به وی.
دوه په دوام كښې ووئيل: فی الحال مو د دغه كار لپاره ٢٦ قسطونه په نظر كښې نيولی دی خو تراوسه پورې د ډائريكټر په هكله كومه فيصله نه ده شوې.
يادونه كوو چې سيد عباس موسوی د حزب الله يو مؤسس او پخوانې لوئې مدير وو چې د اسرائيلو د هوائی ځواكونو له خوا د خپلې كورنۍ سره يو ځائې وژل شوے وو. 993246