د المنار سپوږمكيز چينل د ويب سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، حزب الله په دغه بيانيه كښې اعلان وكړ: د لبنان د (توحيدعربی) ګوند په مقر كښې چاؤدنه د هغو فتنه اچونكو طرحو او پلانونو په لار كښې رامينځته شوه چې دغه هيواد ئې په نښه كړے دے او په مختلفو ځايونو كښې ئې كتونكی يو.
په دغه بيانيه كښې ټينګار وشو: حزب الله دغه چاودنه چې اهداف او د رامينځته كيدو ځائې ئې مشكوك دے په كلكه غندی او د دا شان حركتونو سره د مقابلې په موخه د توحيدعربی نومی ګوند د وروڼو سره خپل پيوستون اعلانوی.
حزب الله د خپلې بيانیې په دوام كښې له ټولو ډلو څخه د دا شان حركاتو په وړاندې چې د هغو او د لبنان د ټاټوبی په مخكښې پراته دی، د فتنو په دام كښې د ګيريدو نه د ځان د ساتلو په هدف سره د هوښيارۍ غوښتنه وكړه. 994518