د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې له صهيونېسټ رژيم سره د هند د تعلقاتو د پرې كولو په موضوع دغه غونډه د دغه هېواد د مدنی حقوقو د غورځنګ په همت سره د عالمانو، پوهانو او دينی او سياسی مشرانو په موجودګۍ كښې وشوه.
د دغې غونډې په ابتداء كښې د هند د علماو د مجلس عمومی سېكتر مرستيال جلال حېدر نقوی په خپله وېنا كښې په دغه هېواد كښې د ټولو دهشتګردو او ناامنيو عامل اسرائيل دے. ځكه چې په هند كښې د دغه رژيم د سفارتخانې په شروع كېدو سره په هندی مسلمانانو باندې ظلم او د هغوی د حقوقو غصب كېدل هم زيات شوی دی او له بده مرغه د هند حكومت د امريكې او اسرائيلو د سياسی اهدافو د اجرا كولو په لټه كښې دے.
د دغه رپوټ له مخې نامتو سنی مفتی او عالم مفتی مكرم هم له صهيونېسټ رژيم سره د هند د تعلقاتو د پرې كولو د ضرورت د موضوع په باره كښې وېنا وكړه.
994344