IQNA

نن سبا د اسلامی مقاومت د ډلو سپرلې دی

12:18 - May 08, 2012
د خبر لمبر: 2321194
بين المللی ډله: د اسلامی بيدارۍ د غورځنګونو په پراختيا سره د اسلامی مقاومت د ډلو د خوزښت جوهره د لبنان او فلسطين له محدودې نه وتلې ده او وئيلې شو چې نن سبا د اسلامی مقاومت د ډلو سپرلې دی.
له مصلاې امام خمينی (رح) څخه چې د تهران د كتابونو ٢٥ نړيوال نندارتون پكښې ترسره كیږی، د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د فلسطين د ولس د دفاع د تنظيم عمومی منشی مجتبی رحماندوست په هغه غونډه كښې چې وړمه ورځ د نندارتون د اسلامی بيدارۍ په هال كښې ترسره شوه، د دې ټكی د بيانولو په ترڅ كښې زياته كړه: د اسلامی بيدارۍ غورځنګ به د حزب الله، حماس او جهاد اسلامی په نامه د اسلامی مقاومت د ډلو له خوزښت سره مرسته وكړی.
په دغه غونډه كښې چې د ((اسلامی بيداری او د حزب الله، حماس او د اسلامی جهاد د مبارزو ډلو راتلونكی)) په عنوان سره ترسره شو، دوی د دغو ډلو د جوړيدو تاريخ ته اشاره وكړه او وئې وئيل: په هغه وخت كښې چې دغو ډلو بڼه ونيوله نه په خپله هغوی او نه نور چا اطمينان او ډاډ درلود چې د مقاومت لاره به دوام ومومی، خو د حضرت امام خمينی (رح) او د هغوی نه پس د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر ملاتړونو د هغو د لارې په جاری ساتلو كښې مرسته وكړه او داشان ئې سترې كاميابۍ ترلاسه كړې. 1001777

captcha