IQNA

په مصر كې د شيعه ؤ لومړۍ امام باړه جوړیږی

23:37 - May 08, 2012
د خبر لمبر: 2321628
نړيواله ډله: د مصر په پلازمينې قاهرې كې د لبنان مشهور دينی عالم شيخ علی كورانی په شتون كې د شيعه ؤ لومړنۍ امام باړه افتتاح وشوه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز shabab.ahram، یې نقلوی چې په قاهرې كې د مصری شيعه ؤ لپساره د لومړنۍ امامباړې باقاعده افتتاح وشوه.
د بيانولو ده چې د امام باړی د افتتاحی مراسمو تر سره كول د لبنان مشهور دينی عالم او له څو كلونو راهسی په قم كې په تعليم بوخت ښاغلی شيخ "علی كورانی" په شتون سره وشو او ددې مراسمو په ترڅ كې د دينی او كلتوری سيمينار انتظام هم شوی ؤ.
د مصر د څو ورځو سفر كوونكی شيخ "علی كورانی" د قاهرې په نړيوال هواډیې ډګر كې تود هركلی شوی ؤ هغه په دې سفر كې د مصر شيعه ؤ او د مصر مشهور دينی او كلتوری شخصيتونو سره ملاقات او خبری اترې وكړی.
1002292
captcha