IQNA

د (زبرالحديد) فارسی نسخه چاپ كیږی

11:26 - May 09, 2012
د خبر لمبر: 2321985
د فرهنګ او هنر ډله: د الهدی بين المللی مؤسسې له نوی اثر څخه د تهران د كتابونو د نړيوال نندارتون د كتونكو هركلې سبب شوی دی چې دغه خپرندويه د خپلو لوستونكو او مينه والو لپاره د (زبرالحديد) ټولګې د فارسی نسخې د چاپولو فيصله وكړی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو د سازمان د څانګې د رپورټ له مخې: د زبرالحديد په ١٤ ټوكيزه مجموعه كښې په مسلمانو هيوادونو كښې د اسلامی بيدارۍ د بنيادی څیړنې په موخه د شهيدمصطفی چمران، سيدقطب، فتحی شقاقی، سيدعباس موسوی، احمدشاه مسعود، سيدمحمدباقرحكيم، سيدمحمدباقرصدر، عارف حسين الحسينی او د عمادمغنيه په شان د يوشمير شخصيتونو د مبارزاتی ژوند په هكله خبرې شوې دی.
يادونه كیږی چې د دغې ټولګې د بشپړولو په لړ كښې په اسلامی نړۍ كښې د نورو تكړه او اغيزمنوشخصيتونو د پيژندلو او خلكو ته د هغوی د معرفی كولو په لړ كښې تحقيق دوام لری. 1003213
captcha