IQNA

په اټلی كښې ٧٠ زره كسان مسلمانان شول

11:26 - May 09, 2012
د خبر لمبر: 2321990
بين المللی ډله: د اټلی د اسلامی ټولنو اتحادئې (UCOI) د اسلام په مبين دين باندې د ٧٠ زره ایټاليايانو د مشرفيدو خبر وركړ.
د عربستان د بين المللی اسلامی خبری ايجنسۍ (IINA) له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په اټلی كښې د اسلام په دين باندې د مذهب د بدلولو دغه اندازه بې مخينې ده چې په دغه هيواد كښې د ازښتونو د كړكيچ او همداراز د اقتصادی بحران تر تاثير لاندې راغلی دی.

د اټلی د اسلامی ټولنو اتحادئې ووئيل: په دې مينځومان كښې هغه څه چې ډير حيرانونكی دی د اسلام د مطالعې او زده كولو لپاره جوماتونو ته د مخه كونكو ایټاليايانو شمير دی.
دې ټكی ته په پام سره چې په ایټاليا كښې يونيم لاك مسلمانان خپله ایټاليايان دی او تقريبا لس لاكه په ایټاليا كښې استوګن بهرنيان دی، د دغه شمير ایټاليايانو مسلمانيدل د پام وړ شميره ګڼله كیږی. 1003091

captcha