په الجزائر كښې د تېر زيارت په ورځ د غوئی د مياشتې په ٢١ نېټه د پارلېمانی انتخاباتو له مخې په دغه هېواد باندې واكمن ((ازادی بخښونكی ملی محاذ)) د پارلېمان له ټولو ٤٦٢ چوكيو څخه د ٢٢٠ چوكيو په ترلاسه كولو سره د دغه هېواد د پارلېمان د انتخاباتو كامياب ګوند اعلان شو. د الجزائر د كورنيو چارو وزير دحوولد قابليه په قول واكمن ګوند ٦٨ چوكيو ترلاسه كړی دی او د دغه هېواد اوۀ اسلام پالو ګوندونو په مجموعی توګه د پارلېمان ٦٨ چوكۍ ګټلې دی.
دا په داسې حال كښې دی چې له انتخاباتو نه په مخكښې دريو مياشتو كښې بوتفليقه په ځلونو ژمنه كړې وه چې د دغه هېواد په تاريخ په اول ځل به عدليه په انتخاباتو باندې څارنه كوی چې په دې طريقې سر ه د انتخاباتو د سلامتيا ضمانت وركړې شی. عجيبه دا چې د دې خبرې وعده د انتخاباتی سياليو په دوران كښې د حكومتی چارواكو او د مختلفو ګوندونو د مشرانو لخوا په ځلونو وركړې شوې وه.
په داسې حال كښې په الجزائر باندې واكمن د ساډوبۍ ماحول او د مصر او تيونس په شان هېوادونو كښې د اسلامی بېدارۍ رامنځته كېدو ته په پام سره د الجزائر په انتخاباتو كښې د اسلام پالو ګوندو په اكثريت سره كاميابی يقينی وه خو د دغو ګوندونو په برخه د ډېرو لږو چوكيو كېدل يوه عجيبه خبره ګڼل كیږی. همدې موضوع ته په پام سره دالجزائر اسلام پالو ګوندونو د انتخاباتود نتائجو په ردولو سره په انتخاتو كښې د ټګۍ ټورۍ په شتون باندې تاكيد وكړ.
خو د واكمن ګوند په دې حقله توجيه هم عجيبه ښكاری. او د دغه هېواد د كورنيو چارو وزير د واكمن ګوند د كاميابۍ وجه له دغه ګوند سره د خلكو اشنائی وبلله.
د كارپېژاندو په اند كه څه هم واكمن ګوند له انتخاباتو نه مخكښې د مختلفو اصلاحاتو وعدې كړې وې خو اوس په داسې حال كښې چې دغه ګوند د پارلېمان زياتره چوكۍ ترلاسه كړی دی د اصلاحاتو وعدې هم د ابهام په تيرو كښې ډوبې ښكاری.
1005758