IQNA

د دولت سره د اميرقطر د كورنۍ مخالفت، رژيم دې ړنګ شی

17:21 - May 17, 2012
د خبر لمبر: 2328038
بين المللی ډله: په كينیډا كښې د قطر د امير په كورنۍ پورې پيئلو يو شمير كسانو د واكمن رژيم سره د مخالفت د اعلانولو په ترڅ كښې د يوې بيانیې په لاس ليكولوسره د دغه رژيم د پرزيدو غوښتنه وكړه.
د elnashra د اطلاع رسونې د سائیټ له حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه بيانيه كښې چې د قطر د امير په كورنۍ پورې د پيئلو او د دغه هيواد د يوشمير مشهورو كورنيو په شمول په كينیډا كښې د قطر د حكومت د ٦٥ تنو مخالفانو له خوا لاس ليك شوه، د قطر د امير ورور عبدالعزيزبن خليفه بن حمدآل ثانی ته د قدرت د سپارلو غوښته وشوه.
په دغه بيانيه كښې د ولس پرخلاف د قطر د دولت ځپونكو اقداماتو او جنايتونو ته په اشارې سره د سيمې د پیښو په وړاندې د دغه هيواد دریځ نيونه شرمناكه او خواشينونكې وبلله شوه.
مخالفانو د دولت د نسكوريدنې د غوښتنې لپاره خپل دلائل د ملی هويت په وړاندې بې تفاوتی، د عامه خلكو د مالونو لوټل، د صهيونسټی رژيم سره د اړيكو ټينګول او د عربی او اسلامی هويت پرخلاف دسيسه جوړول وبلل.
مخالفانو همداراز د دغې بيانیې په پائې كښې د عبدالعزيز بن خليفه بن حمدآل ثانی سره د بيعت لپاره خپل چمتووالے اعلان كړ او ټينګار ئې وكړ: هغه د خپل مطلوب او غوره كړچار په وجه د قدرت د ترلاسه كولو لپاره غوره او وړ كس دے. 1009676
captcha