د isesco خبری سائیټ له وقوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې. آيسسكو په خپل تخصصی ويب ساېډټ كښې د نجف د طرحې د ځنډيدو په اړه د خبر په ليكلو سره راوړی دی: ((نجف، په ٢٠١٢ كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی او كلتوری پلازمينه)) نومې طرحه د عراق د حكومت د رسمی غوښتنې په وجه ځنډوله شوې ده.
آيسسكو په دغه خبر كښې د عراق د دولت له خوا د دغې طرحې د ځنډولو د غوښتنې د دلائلو او په دې زمينه كښې لازياتو جزئياتو ته اشاره نه ده شوې.
د عراقی رسنيو د رپورټ له مخې، د عراق د وزيرانو شوری له دې نه مخكښې تر ٢٠٢٠ ميلادی كاله پورې د دغې طرحې د ځنډولو غوښتنه كړې ده او په دې لړ كښې ئې خپل رسمی درخواست آيسسكو ته ولیږه. 1011450