د رضوی اسلامی علومو د پوهنتون د كلتوری چارو كارپيژاندی حسېن شريعتی نژاد د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې دې مطلب ته په اشارې سره وويل:د رضوی اسلامی علومو په پوهنتون كښې د اسلامی دوديز طب د مطالعاتو دفتر د كال په دوران كښې د اسلامی طب او طب الرضا (ع) په زمينه كښې د نظر له كارپېژاند، ماهرانو د نظر له خاوندانو څخه په دعوت د خصوصی غونډو د لړ ۍ جوړولو اقدام كړے دے.
هغۀ دې ته په اشارې سره چې د طب الرضا (ع) دويمه غونډه روان كال د تلې په مياشت كښې دكرامت په لسيزه كښې او د امام رضا (ع* د ميلاد له ورځو سره په يو شان جوړیږی وويل: تېر كال وړومبنۍ غونډه د دغې رسالې د مينه والو او ماهرانو په شتون سره جوړه شوه چې خلقو یې زيات هركلے وكړ او د طلب الرضا (ع) مباحثو او ذهبيه رسالې مباحثو د ټول كال په دوران كښې دوام وموند.
هغۀ زياته كړه: سږ كال هم په هدغې موضوع سره يوه غونډه جوړیږی چې د دې موضوع مينه وال او استاذان پكښې ګډون كولې شی.
شريعتی په اخېر كښې څرګنده كړه: د روژې له مباركې مياشتې سره په يو وخت په قرانی نندارتون كښې يو ستال لګوو چې د اسلامی طب په حقله د يولړ مطالبو په وړاندې كولو سره بحث او د نظر تبادله وشی.
1019905