IQNA

په امريكا كښې يو نوے جومات جوړیږی

20:56 - June 09, 2012
د خبر لمبر: 2342992
بين المللی ډله: د امريكې د واشنګټن ولايت د لانګ ويو ښار د مسلمانانو تنظيم اراده لری چې د دغې سيمې د وړومبی جومات افتتاحيه مراسم د روژې د مباركې مياشتې له پيليدو نه يوه اونۍ مخكښې ترسره كړی.
د ټريبيون خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د دې سيمې د وړومبی جومات د جوړيدو كار د دغه ښار د غيرمسلمانو اوسيدونكو د ټولو مخالفتونو سره سره په ختميدو دے.
د دغه جومات امام جماعت محمدرشاد په دې هكله ووئيل: په سيمه كښې د داسې يوې ودانۍ د شتون په نسبت د ګاونډيانو د ټولو اندیښنو باوجود د دغه جومات د جوړيدو كار په ختميدو دے او افتتاحيه مراسم به ئې د روژې د مباركې مياشتې له پيليدو نه يوه اونۍ مخكښې ترسره شی او په دغو مراسمو كښې به د هغو ټولو ګاونډيانو او كسانو قدرونه وشی كومو چې د دې جومات په جوړولو كښې زمونږ حمايت او ملاتړ كړے دے.
د وئيلو ده چې د امريكې د لانګ ويو ښار مسلمانانو به له تيرو تقريبا ديرشو كالو راهيسې په يو اپارتمان كښې د جمعې لمونځ او مذهبی غونډې ترسره كولې. ټاكل شوې ده چې د جمعې د لمونځ او د مذهبی مراسمو نه علاوه له دغه جومات څخه د يو فرهنګی، كلتوری او د ښوونې د مركز په توګه هم استفاده وشی. 1024149
captcha