د «Islam Today»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه فلم كښې له ټولو بيت المقدس او د اردن د سيند د لويدیځې غاړې بې مثاله او بې مخينې هوائی عكسونه او ویډيو ښودله كیږی چې د آئی ميكس نومې ټينكنالوجۍ په چوكاټ كښې برابریږی كومه چې د ډيرو سترو او واضحو تصويرونو ځانګړتيا لری.
د بيت المقدس دغه درې اړخيز يا (3D) فلم په ٢٠١٣ كال كښې په ټوله نړۍ كښې ريليز كیږی او كتونكی به د دغې مقدسې خاورې يو تماشائی سيل او ټور ته بوځی.
دغه فلم د دغې سيمې د تاريخ، كلتور او هنری او معنوی ځانګړتياو او همداراز په دغه ښار كښې د اسلام، عيسائيت او يهوديت ترمينځ د اړيكو په هكله د عامه خلكو د پوهې د زياتولو په موخه په جوړیږی.
1028455