IQNA

د عربستان وليعهد مړ شو

5:33 - June 17, 2012
د خبر لمبر: 2348125
نړيواله ډله: د عربستان سلطنتې اداری اعلان وكړ ، د دغه هيواد وليعهد نايف بن عبد العزيز چې په جينيوا كښې تر درملنې لاندې ؤ، نن مړ شوی دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس چې له فرانس ورځ پاڼې لوفیګارو یې نقلوی نوموړی د سديری كورنۍ چې ملك بن عبدالعزيز بن سعود اولادونه دی ، له اوو يو پاتې غړی دی.
نايف په ۱۹۳۳ ميلادی كال كښې په طايف ښار كښې زیږيدلی اوله ۱۹۵۳ تا ۱۹۵۴د رياض والی ، په ۱۹۷۰كال كښې دكورنيو چارو د وزير مرستيال ،په ۱۹۷۰ كال كښې د استخباراتو د لوړې شورا مشر ،او له ۱۹۷۵ كال تراوسه د كورنيو چارووزير ؤ .
نوموړی په عربستان كښې د ۲۰۰۵ ميلادی كال په آګست كښې د فهد له مړينې وروسته كله چې ملك عبدالله واك ته ورسيده دريم قدرتم سړی بلل كيده.
1031288
captcha