IQNA

د پارليمان ماتول دې ريفرينډم ته پریښودل شی

21:53 - June 17, 2012
د خبر لمبر: 2348941
بين المللی ډله: د مصر اخوان المسلمين غورځنګ د پارليمان د منحلولو او ماتولو لپاره د پوځی شوری په فيصلې باندې په اعتراض كښې د دغې مسئلې د حلولو لپاره د ريفرنډم د ترسره كولو غوښتنه وكړه.
د فرانسې چاپ لوفیګارو ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، د اخوان المسلمين غورځنګ سياسی څانګې عدالت او آزادۍ نومی ګوند پرون د يوې بيانیې په خپرولو سره اعلان وكړ: د هغه پارليمان د ماتولو لپاره د مصر د پوځی شوری فيصله چې نمايندګان ئې د څه باندې ديرش ميليونو مصريانو په غوښتنې او رائې سره غوره شوی دی، په هيواد باندې د دغې شوری د هراړخيزې سلطې او واكمنۍ د غوښتنې ښودونكې ده.
د دغې بيانیې په دوام كښې ټينګار شوے دے: د منتخب پارليمان ماتول پكار دی په بې طرفه ريفرينډم سره او په آزاده توګه ترسره شی ځكه چې د خلكو انتخاب خپله د هغوی له غوښتنې پرته نه باطلیږی.
د وئيلو ده چې د مصر سترې محكمې د پوځی شورا په حكم د دغه هيواد پارليمان چې د اسلام پالو استازو په برياليتوب سره جوړ شوے وو، منحل او غيرقانونی اعلان كړ چې دغه كار د خلكو او د سياسی ډلو له اعتراض سره مخامخ شو. 1031628

captcha