د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی ايران جمهوررئيس محموداحمدی نژاد نن په تهران كښې د (ښځې او اسلامی بيداری)) نومې وړومبی نړيوال كانفرنس كښې په يولړ ويناؤ كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: ښځې او سړی په ټولنه كښې د يوبل سره اوږه په اوږه حركت كوی. : ښځې او سړی په اصل كښې يو خلقت دے خو زما په باور په ټولنيزو بدلونونو كښې د ښځو رول د سړيو په نسبت زيات مهم، اغيزمن او پاتې كيدونكے دے. خدای تعالی(ج) د ښځو لپاره يولړ خاصې ځانګړتياوې په نظر كښې نيولې دی او د همدغو خصوصياتو په اساس ئې يو لړ درنې دندې د هغو په غاړه كړې دی.
دوی زياته كړه: دغه مسؤليت او دنده د قام، نژاد او ژبې په چوكاټ كښې نه بندیږی او نه دی پكار چې د ليد افق د يو هيواد په پولو پورې محدود شی.
د اسلامی ايران جمهوررئيس په دې بيان سره چې نړۍ نن سبا يو تحول او اساسی بدلونونو ته اړمنه ده ووئيل: د بدلون او تحول لپاره لازم شرط اسلامی بيداری ده.
احمدی نژاد د اسلامی نظام سره د استكباری نظام په پرتله كولو سره ووئيل: په استكباری نظام كښې ظلم، ځان غوښتنه او ځان برتر ليدنه واكمنه ده خو په اسلامی نظام كښې اساس او بنياد مينه، مهربانی او د نورو سره مرسته او د هغوی احترام دے.
جمهوررئيس زياته كړه: په استكباری نظام كښې د روابطو تنظيمول د ګټو په اساس دی خو په اسلام كښې محبت او ايمان د كار اساس دے.
ښځې او اسلامی بيداری نومې نړيوال كانفرنس نن په تهران كښې د نړۍ له ٨٥هيوادونو څخه د څه باندې ١٣٠٠ټولنيزوسياسی فعالو ميرمنو په شتون سره پيل شو. 1049487