د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم خبرې چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د سعودی عرب د بشری حقوقو مركز د شېخ نمر د كورنۍ او نزدې كسانو په نقل سره له هغۀ سره له ملاقات نه وروسته اعلان وكړ هغه په ظهران كښې په يو اسپتال كښې داخل كړې شوے دے.
د ايت الله نمر كورنۍ تاكيد وكړ: امنيتی مسئولانو له هغوی څخه غوښتی دی چې له شېخ نمر سره له ملاقات نه پس د ې احتجاجی او قهرجنو خلقو ته القاء كړی چې د دغه شيعه عالم حال ښۀ دے.
دغه مركز د شېخ نمر د كورنۍ په نقل سره تاكيد وكړ چې هغه ترسختې شكنجې لاندې شتون لری او دغه چاره د هغه د بدن له شنيوالی او د دوو غاښونو له ماتېدو څخه څرګند دے.
د شېخ النمر د كورنۍ په قول هغۀ د نيولو له وخت څخه په لوږتړ (بهوك هړتال) باندې لاس پورې كړے دے.
د يادونې ده چې سعودی پوليسو د چنګاښ د مياشتې په ١٨ نېټه شېخ نمر په ډزو سره ژوبل كړ او بيا یې ونيوۀ.
1058181