د ايران قرانی خبری اېجنسۍ د the Star د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، وجدان علی سراج عبدالرحيم شهرخانی له هغو دوو ښځو څخه ده چې په سياليو كښې د سعودی عرب د ښځو د ګډون د ممنوعيت له ختمېدو نه پس د لندن د ٢٠١٢ په اولمپېك كښې د دغه هېواد د استازې په توګه ګډون كوی.
له دې مخكښې دغې عرب ښځې اعلان كړے ؤ چې يواځې په داسې صورت كښې به په دغو سياليو كښې ګډون وكړی چې په اسلامی پردې سره د سيالۍ كولو اجازه ولری، چې مسئولو چارواكو د هغې د تقاضې له پوره كولو څخه ډډه كړې وه او دا كار یې خطر رامنځته كوونكے بللے ؤ.
د سعودی عرب د اولمپېك د ملی كمېټۍ وياند وويل: د اولمپېك نړيوالې كمېټۍ او د جوډو كراټې نړيوال فیډرېشن په دې وروستيو وختونو كښې له يو ډول حجاب سره چې د دغو سياليو لپاره مخصوص جوړكړے شوے دے موافقت كړے دے.
له دغې فېصلې وروسته مېرمن وجدان علی شهرخانی اعلان وكړ چې د لندن د ٢٠١٢ كال په اولمپېك سياليو كښې به ګډون وكړی.
د ويلو ده چې له دې مخكښې د سعودی عرب، قطر او برونائی ښځو لوبغاړو په اولمپېك سياليو كښې د ګډون اجازه نۀ لرله چې د اولمپېك د نړيوالې كمېټۍ په دباونو سره په سياليو كښې د دغو دريو هېوادونو د ګډون ممنوعيت ختم كړے شو.
د سعودی عرب د جوډو كراټې لوبغاړه مېرمن وجدان علی به سبا د جمعې په ورځ د زمری دمياشتې په ١٣ نېټه د دروندوزن د اوچتولو په رده كښې د نړۍ له سيالو سره سيالی وكړی.
1068474