IQNA

په ميانمار كښې د مسلمانانو د ځپنې علتونه او پائيلې څیړلې كیږی

23:43 - August 04, 2012
د خبر لمبر: 2385359
سياسی ډله: ((په ميانمار كښې د مسلمانانو د ځپنې وجوهات او پائيلې)) په نامه علمی غونډه د راروانې دوشنبې يا ګل په ورځ د ايران د كلتور، هنر او ارتباطاتو په مركز كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د كلتور، هنر او ارتباطاتو د مركز د بين المللی كلتوری ارتباطاتو د تحقيق د مركز په همت ((په ميانمار كښې د مسلمانو د ځپنې علتونه او پائيلې)) په نامه تخصصی علمی غونډه د راروانې دوشنبې په ورځ يعنې د روانې زمری د مياشتې په ١٦نیټه د تحقيق په دغه مركز كښې ترسره كيدونكې ده.
په دغه غونډه كښې به كومه چې د تحقيق د مركز د بين المللی كلتوری ارتباطاتو د مركز د اسلامی نړۍ د كلتوری مطالعاتو د ډلې لخوا ترسره كیږی، د اصفهان پوهنتون د علمی هيئت غړے او د ايران د اسلامی شورا د جرګې د ملی امنيت او بهرنی سياست د كميشن غړے نوذر شفيعی وينا وكړی.
په دغه غونډه كښې به همداراز د ميانمار يا برما د مسلمانانو د تاريخی مسائلو، د دغه هيواد د ټولنيز وضعيت او په مسلمانانو باندې د هغۀ د اغيزې، د اقتصادی حالت او د مسلمانانو پرخلاف په خشونت كښې د هغۀ د رول، د سياسی نظام او د مسلمانانو پرخلاف د تاؤتريخوالی د اعمالولو او د نړيوالې ټولنې او د ميانمار د مسلمانانو د رول په شان مسائل وجاجول شی.
په دغه غونډه كښې د علاقمنو محصلينو، استاذانو او محققانو ګډون آزاد دے.
1070129

captcha