IQNA

د انډونېشيا (داياك) قوم په تېزۍ سره اسلام قبلوی

21:49 - August 07, 2012
د خبر لمبر: 2387958
اجتماعی ډله: د انډونېشيا د كېليمټان جزيرې د بارونګ ټونګكوك سيمې اوسيدونكی داياك قوم په تېزۍ سره اسلام ته ګروهنه پېدا كړې ده.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځې څانګې د رپوټ له مخې د بارونګ ټونكوك د اسلامی مركز يو استاذ هېری موكټی د داياك قوم د اسلام قبلونې په حقله وويل: له نېكه مرغه د داياك قوم خلق په خلوص سره كوشش كوی چې حق خبره واوری، هغوی له ډېرې لرې فاصلې څخه په كشتيو كښې په د دغه مركز په دينی مراسمو او د وېناګانو د اورېدو لپاره راځی.
هېری موكټی تر اوسه پورې له ترجمې سره د قران شريف له دوو زرو نه زياتې نسخې د دغه مركز په مراسمو كښې په ګډون كوونكو وېشلی دی. د دې مقصد لپاره چې هغوی قران شريف زده كړه او د ترجمې له لارې د قران شريف په احكامو باندې ځان پوه كړی او عمل ورباندې وكړی.
د ويلو ده چې چې داياك د يوې قبيلې نوم دے چې زياتره خلق كښې ډېر ساده ژوند تېروی او تر اوسه پورې یې جامې پخوانۍ او دوديزې دی. او د بارونګ تونكوك د اسلامی مركز د فعاليتونو په وجه اسلام ته د دغې قبيلې خلق په ګڼ شمېر كښې ګروهنه پېدا كوی او مسلمانیږی.
1068983
captcha