د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Press TV په نقل سره رپوټ وركړ، ((د غزې په لور كشتۍ) نومې د بشری حقوقو د دغې فعالې ډلې د ناروے څانګې مشر ټورسټين ډاهل وړمه ورځ د زمری د مياشتې په ١٧ نېټه له رویټر خبری اېجنسۍ سره په مركه كښې وويل: له تېرو مرسته رسوونكو كاروانونو سره زمونږ هدف مشترك دے چې د اسرائيلی روژيم د سمندری ځواكونو له خنډ سره په مخامخولو سره دغزې محاصره ختمه كړو.
ډاهل وويل: اوس د اسرائيليانو لپاره زمونږ بندول ډېر اسان دی خو زمونږ شمېر ډېر كم او زمونږ فعاليت د عدم تشدد په بنياد دے.
غزه له ٢٠٠٧ كال څخه د صهيونېسټ رژيم تر محاصرې لاندې ده او دا حالت په دغه سيمه كښې د ژوند د معيار د غورزېدو، د بې روزګارۍ او بې امانه فقر د بې مخينې اندازې سبب شوے دے.
د ١٣٨٩ هجری نمريز كال د غبرګولی د مياشتې په ١٠ نېټه په نړيوالو اوبو كښې د غزې د ازادۍ په كاروان باندې له حملې نه پس چې د نهو فعالانو د وژل كېدو سبب شوه د تل ابيب رژيم د دغې محاصرې دباؤ لږ كم كړے دے او دا اجازه وركوی چې د عام استعمال څيزونه زيات غزې ته داخل شی.
په اوس حال كښې د غزې د تړانګې سمندری محاصره هم هغه شان دوام لری، له دغې سېمې څخه برامدات ممنوع او د اومو موادو او د ابادۍ د سامانونو درامدات محدود دی.
1073945