IQNA

تائيلېنډ د اسلامی موسسې پېژندګلی

22:18 - August 28, 2012
د خبر لمبر: 2400919
اجتماعی ډله: د ((ديوان چارون پاس)) په نامه دتائېلېنډ د شيعه مسلمانانو د خېر ښیګړې موسسه د دغه هېواد په پائېتخت كښې د قرانی ثقافت د ترويج او له قران شريف سره د ځوان نسل د ژور او تل پاتې كېدونكی تعلق د پېدا كولو په زمينه كښې فعاليت كوی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې د خېر ښیګړې دغه موسسه د ثقافتی حطراتو او زيانونو په وړاندې د دغې سيمې د مسلمانانو د روحی او باطنی ساتنې لپاره فعاليت كوی او همدا اوس څه د پاسه سل تنه قران زده كوونكی په دغې موسسې كښې قرانی او اسلامی زدكړې كوی.
دغه موسسه خپل فعاليتونه په دريو برخو يعنې د د قران شريف او اسلامی تعليماتو د زدكړې د كلاسونوپه جوړولو، د شيعه مسلمانانو د اولاد مشاورتی چارو په ترسره كولو او له حاجتمنو سره مالی مرستې او خېر ښیګړې د كارونو د ترسره كولو او د مذهبی اخترونو او مراسمو په جوړولو كښې انجاموی.
دغې موسسې خپل فعاليت يو سل او شپږ شپېتۀ كاله مخكښې شروع كړ چې البته د ديوان چارون پاس نومې دغې موسسې رسمی او قانونی فعاليت ٥٣ كاله مخكښې شروع كړ او د فعاليت اصلی مركز یې د بېنكاك جومات او امامباړه ده. ددغې موسسې دمديريتی كمېټی د جوماتونو په امامانو، د امامباړو په نمائندګانو او د شېخ احمد قمی په بچو باندې مشتمله ده.
1082936
captcha