IQNA

په غزې باندې د صهيونېسټ رژيم د جنګی الوتكو حمله

22:20 - August 28, 2012
د خبر لمبر: 2400925
نړيواله ډله: تېره شپه د وږی د مياشتې په شپږمه نېټه د غزې په تړانګه باندې د صهېونېسټ رژيم دجنګی الوتكو په بمبارۍ كښې يوه فلسطينۍ ښځه ژوبل شوه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا)د العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، بېګاه نيمه شپه د صهيونېسټ رژيم جنګی الوتكو د غزې په تړانګه باندې بمونه ورول چې له كبله یې يوازې يوه فلسطينی ښځه زخمی شوه چې دعلاج لپاره په غزه ښار كښې شفاء نومې اسپتال كښې داخله كړې شوه.
د فلسطين د طب د وزارت وياند اشرف قدرت څرګنده كړه: دغه بمبارۍ د غزې د تړانګې په مختلفو سيمو په تېره بيا د حماس د اسلامی مقاومت د غورځنګ د شهيد عزالدين قسام له كنډكونوسره وابسته په بدر نومې اډه باندې ترسره شوې چې له نېكه مرغه یې سرتاوانونه ونلرل او يوازې يوه ښځه هم د هغې د كور د شيشو د ماتېدو له كبله معمولی ژوبل شوه. هغۀ زياته كړه همدارنګ د غزې په وادۍ كښې په كرهڼيزه سيمه باندې هم د صهيونېسټ رژيم د جنګی الوتكو په بمبارۍ كښې د سر او مال تاوانونه رامنځته نۀ شول.
د دغه رپوټ له مخې د صهېونېسټ رژيم ايف ١٦ الوتكې د غزې د تړانګې په فضا كښې راڅرګندې شوې او دغه عمليات یې ترسره كړل.
د صهيونېسټ رژيم فوځ دعوا وكړه چې په دغو حملو كښې یې د غزې په تړانګه كښې دوه فوځی اډې او د وسلو د جوړولو مركز او د وسلو يو ګودام په نښه كړی وو او دغه بمبارۍ په تېرو ورځو كښې د صهېونېسټ مېشته سيمو او ښارګيو په لور له غزې څخه د راكټ او هاوان د توغولو په ځواب كښې وشوې.
1087068
captcha