د العالم خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د آل خليفه عدالت ١٢كلن عبدالشهيد او ١٣كلن العرب د يوې مياشتې قيد نه وروسته مجرمان وبلل.
دغه دوه بحرينی ماشومان د روژې په مباركه مياشت كښې په غيرقانونی تجمع كښې د ګډون كولو په تور نيول شوی وو.
د بحرين ((الوفاق)) اسلامی او ملی تنظيم په يوه بيانيه كښې اعلان وكړ: د دغو دوو ماشومانو محاكمه د ولسی حقوقو په تيره بيا د بحرينی ماشومانو د حقوقو د نقضيدو د پراختيا څرګنده نمونه ده، هغه كار چې د ماشومانو له حقوقو څخه د حمايت په هكله د آل خليفه د رژيم د ادعاو دروغ والے په ډاګه كوی.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی: عبدالشهيد او العرب د روان ٢٠١٢كال د آګست د مياشتې له اومې نیټې څخه په جيل كښې دی او حتی له اختر او د ښوونځيو له خلاصيدو نه وروسته په دروغجنو تورونو سره همهغه شان په جيل كښې دی.
الوفاق تنظيم ټينګار وكړ: له ٨٠نه زيات ماشومان په سياسی تورونو سره همهغه شان په جيل كښې پراته دی. 1087685