د «ajib»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د موزمبيك حكومت پرون د يوې بيانیې په صادرولو سره د دغه هيواد په سركاری او پرائيویټ ښوونځيو او سكولونو كښې د مسلمانو جينكو د اسلامی حجاب او پردې سره موافقه وكړه.
د دغه رپورټ له مخې: د مسلمانو زده كونكو د اسلامی جامې او پردې په سر بحث له ٢٠١١كال څخه په جدی توګه پيل شو او د موزمبيك د مسلمانانو د علماؤ شورا ګواښ وكړ چې په ښوونځيو يا سكولونو كښې د حجاب او پردې د ممنوعيت په صورت كښې به د حكومت سره هر ډول رابطه غوڅه كړی.
د مسلمانانو د علماؤ د شورا كوششونو بلآخره د تيرې روژې په مياشت كښې نتيجه وركړه او حكومت د الهی رحمت په دغه مياشت كښې د مسلمانو جينكو د اسلامی جامې د استعمالولو سره په لنډمحاله توګه موافقه وكړه خو دغې موقتی مجوز بيا هم مسلمان علما راضی نكړل او حكومت بلآخره مجبور شو چې په سكولونو كښې د اسلامی جامې او پردې د لرلو سره په كلی توګه موافقه وكړی.
د موزمبيك د ښوونې او روزنې وزير د فرانسې د رسمی خبری ايجنسۍ سره په خبرو كښې اعلان وكړ چې په دغه هيواد كښې دينی آزادی په كامله توګه موجوده ده او كۀ تراوسه د مسلمانانو او حكومت ترمينځ كوم مشكل هم وو نو د مسئولينو ترمينځ د مناسبو او نيغ په نيغه خبرواترو د نشتوالې په وجه وو. 1087455