د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې په دغه كمېډی فېلم كښې يوه مسلمانه كورنۍ ښودلې شوې ده چې د دغه فېلم په مختلفو برخو كښې یې د مسلمانانو په نسبت بد او او ناغوره كردارونه نندارې ته وړاندې كړی.
د دغه فېلم خپرېدل د نړۍ د مسلمانانو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شول او د دغه فېلم د وړومبۍ برخې له خپرېدو نه پس د مختلفو خلقو لخوا تقريباً دوه سوه شكايتونه د بی بی سی رسمی مراجعوته ولېږلې شول.
د يادونې ده چې د قران شريف سپكاوے او د مسلمانو شخصيتونو سپكاوے له هغوی تورونو څخه دی چې په دغه فېلم سيريل باندې لګېدلی دی.
1087976