IQNA

په ٢٠٢٠ كښې به غزه د اوسېدوځاے نه وی – ملګری ملتونه

20:58 - September 04, 2012
د خبر لمبر: 2405191
نړيواله ډله: د فلسطين په حقله د ملګرو ملتو د رپوټ له مخې په داسې صورت كښې چې د غزې د سيمې د څښلود اوبو، بجلۍ، روغتيا او تعليم حالت ښه نۀ شی دغه سيمه به په ٢٠٢٠ كال كښې نور د اوسېدو جوګه نۀ وی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Muslim Village داطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د ملګرو ملتو د د بشردوستانه مرستو غږ ملوونكی ماكسل ګېلرډ وويل: په غزه كښې د ژوند تېرولو حالت په اوس وخت كښې سخت دی او كه وغواړو چې په ٢٠٢٠ كال كښې غزه د ژوند تېرولو جوګه وی نو پكار دی يو لړ اقدامات ترسره شی.
غزې ابادی په اوس حال كښې 1/6 ميليونه تنه ده چې تر ٢٠٢٠ كال پورې به دغه د خلقو شمېر 2/1 ميليونه ته ورسی؛ نو په دې بنياد به په هر مربع كېلومېټره فاصله كښې د خلقو شمېر ٥٨٠٠ تنه ته ورسی.
د څښلو د اوبو، بجلۍ، ښاريزو او اجتماعی خدمتونو او نكاسۍ د انتظام د برخو بنسټيزې ودانۍ د ابادۍ د زياتېدو په وجه له ضروروتونو سره يو شان مخ په وړاندې نۀ ځی.
په اوس حال كښې د غزې تړانګه له ٢٠٠٦ كال څخه تر اوسه د صهيونېسټ جنايتكار رژيم په سخته محاصره كښې د راتلو په وجه د سوانګو له كمی او لوډشېډنګ سره سخته مخامخه ده او د بې روزګارۍ اندازه په دغه سيمه كې تقريباً ٤٥ فيصده ته رسېدلې ده.
ملګرو ملتو وويل: د څښلو د اوبۀ ضرورت په په راتلونكو اتو كلونو كښې شپېتۀ فېصده زيات شی او تر ٢٠٢٠ كال پورې به ٤٤٠ سكولونو، ٨٠٠ اسپتالی كټونو، څه د پاسه زرو تنو ډاكټرانو ته ضرورت ولری.
ګېلرډ د نړۍ له مخيرو څخه وغوښتل چې د غزې له خلقو سره د خپلو مرستو په زياتولو سره چې له كلونو كلونو راهسې د اسرائيلو تر سختې محاصرې لاندې دی د هغوی مدد وكړی.
1089816
captcha