د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې په دغو مظاهرو كښې ګډون كوونكی چې شمېر تقريباً شل زره وو په حكومتی كاركوونكو، د سياسی ګوندونو او غېر سركاری تنظيمونو او ولسی ډلو په نمائندګانومشتمل وو د ((امپريالېسټ پكار نه دی مداخلت وكړی)) او ((القاعده، موساد، سی آئی اے او قاتلان مرده باد)) په شان نعرو په لګولو سره د شام په كورنيو چارو كښې د بهرنيو عواملو د نۀ مداخلت غوښتونكی شول.
په دغو مظاهرو كښې د دغه ښار د ډاكټرانو د تنظيم مشر ډاكټر سليم متكاپ وويل: د شام او د تركی د صوبو ترمېنځ د مشتركه دين او مذهب په دليل نزدې تعلقات وجود لر او په همدې دليل د دغې صوبې خلق له شام او د شام له حكومت څخه ملاتړ كوی او له دغه هېواد سره د هر ډول جنګ مخالف دی.
هغۀ زياته كړه چې د سيمې خلق پكار دی په دې پوهه شی چې هغه څوك چې د شام له حكومت سره مخالف دی كوم مقاصد لری او په دغه هېواد كښې له موجودو ناقراريو او درز غوبل څخه څه ګټې اوچتوی.
1090492