IQNA

د انقلاب په ملاتړ كښې د بحرېن د خلقو مظاهرې

21:05 - September 08, 2012
د خبر لمبر: 2407528
نړيواله ډله: د بحرېن خلقو پرون د وږی د مياشتې په اولسمه نېټه يو ځل بيا سړكونو ته په راوتلو سره د خپل انقلاب په دوام او د آل خليفه په جېلونو كښې د سياسی مشرانو د ازادېدو په لازموالی باندې پخلے وكړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم خبری چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د منامې ښار يو ځل بيا د ازادۍ ، ډيموكرېسۍ او د سياسی مشرانو د پرېښودو لپاره د ولسی مظاهرو كتونكے ؤ.
د آل خليفه رژيم ځواكونو هم د مخكښې په شان له اوښكې بيوونكی ګېس او د ځپنې له نورو اوزارو څخه په استفادې سره د مظاهره كوونكو په ځپلو لاس پورې كړ.
بحرېن له تېر يو كال څخه له ولسی انقلاب سره مخامخ ؤ او دے چې په دغه دوران كښې يو شمېر كسان شهيدان، زخميان او په جېلون كې واچولې شول. خو عوام هم هغه شان خپلو انقلابی هلو ځلو ته دوام وركوی.
1093538
captcha