IQNA

د امام موسی صدر د شهادت په اړه خبرونه صحيح نه دی

21:53 - September 09, 2012
د خبر لمبر: 2408353
نړيواله ډله: د لبنان د بهرنيو چارو وزير د امام موسی صدر د كېس د معلوماتو حاصلولو د كمېټۍ مشر عدنان منصور وويل: هغه ټول خبرونه چې د امام موسی صدر او د هغۀ د ملګرو په حقله د قذافی د استخباراتی ادارې د مشر عبدالله السنونسی د اعترافاتو د غونډې په باره كښې خپارۀ شوی دی غلط دی.
د جبهة العمل المقاوم د اطلاع رسونې د سایټ خبريال سالم الغوش د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې خبر په اعلانولو سره وويل: د امام موسی صدر او د هغۀ د ملګرو د دوسیې د پېګيرۍ د كمېټی مشر عدنان منصور د امام موسی صدر او د هغۀ د ملګرو د شهادت په حقله خپارۀ شوی خبرونه چې د السنوسی د اعترافاتو د غونډې په استناد سره خپارۀ شوی وو غلظ او باطل دی.
د يادونې ده چې د لبنان ځينو خبری رسنيو منجمله د دغه هېواد الديار ورځپاڼې پرون د وږی د مياشتې په اتلسمه نېټه د عبدالله السنوسی د اعترافاتو د غونډې په باره كښې چې د امام موسی صدر او د هغۀ د ملګرو د قضیې د معلومولو د كمېټۍ له خوا جوړه شوې وه خبر خپور كړ او په دغه خبر كښې یې اعلان وكړ چې السنوسی د امام موسی صدر او د هغۀ د ملګرو له شهادت څخه خبر وركړے دے.
1094506
captcha