د بهرنيو چارو د وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو د لوئې ادارې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران خارجه وزير علی اكبر صالحی بیګا د تبريز د امام جمعه آيتالله محسن مجتهدشبستری سره په كتنه كښې په تهران كښې د ناپيئلو د غورځنګ د شپاړسمې غونډې د ترسره كيدو د چلن په هكله د يو رپورټ له وړاندې كولو سره زياته كړه: په داسې شرايطو كښې چې دښمنان په مختلفو سياسی او سفارتی ډګرونو كښې د ايران د انزوا په لټه كښې وو، د NAM د غونډې كاميابې ترسره كيدنې وښودله چې حقيقی منزوی او يوازې پخپله لويدیځوال دی.
دوی ووئيل: د دغې غونډې په دوران كښې د ناپيئلو د غورځنګ د غړيو هيوادونو د لوړرتبه چارواكو سره د ايران د ډيپلماسۍ د ادارۍ سلامشورو ډيرې ارزښتناكې پائيلې او نتيجې ولرلې.
علی اكبر صالحی همداشان د ګاونډيو هيوادونو د مختلفو بهيرونو په نستب د آيت الله مجتهدشتستری د دقيقو او اصولی دریځونو په قدرونې سره ووئيل: د بهرنيو چارو وزارت تل د علماؤ، د تقليد د محترمو مراجعو او د اسلامی انقلاب د معظم رهبر ليدتوګو او نظراتو ته خاصه پاملرنه كوی ځكه چې باوری يو چې روحانيت تل د ملی او اسلامی ګټو په لړ كښې حركت كوی. 1096483