IQNA

د وحی په وطن كښې د تحجر مخ په زياتېدو چلند

21:06 - September 11, 2012
د خبر لمبر: 2409999
نړيواله ډله: سعودی عرب هغه سرمايه دار ملك دے چې خپل كمښتونه یې د ولسواكۍ د اوښپنيزو ديوالونو شا ته پټ كړی دی،په داسې حال كښې چې د حجاز په خاوره كښې د بشری حقوقو ډلې په سختۍ سره ځپل كیږی او ښځې له كړكېچن حالت څخه سختې زورولې كیږی.
په سعودی عرب كښی ژوندد بنديزونو او محدوديتونو له پټې لائې سره چې په لوړو لوړو ديوالونو سره احاطه شوې ده تېریږی. پرده او حجاب يوه اسلامی مسئله او دهرې مسلمانې ښځې مسلم حق دے خو په دغه هېواد كښې د ښځو د حقوقو تر پښو لاندې كولو لپاره په يو اړم باندې بدل شوے دے. دا په داسې حال كښې دی چې د ايران د اسلامی جمهوريت په شان په نورو اسلامی هېوادونو كښې د ښځو حجاب او پرده په اجتماعی فعاليتونو كښې د ښځو د ونډې د زياتېدو په لاره كښې شتون لری.
په دغه ملك باندې واكمن خاندان چې د تېلو له راوتلو او د عثمانی امپراطورۍ له پاشل كېدو سره په يو وخت یې اقتدار په لاسو كښې واخېست د دغه هېواد په افسانوی سرمائی باندې په تكیې سره د وهابی او سلفی مليانو عقائداو نظريات عملی كوی.
په دغه هېواد كښې د تحجر مخ په زياتېدو څپه د دې سبب شوې ده چې په وروستيو كلونو كښې د دغه هېواد د خلقو ترمېنځ د سول نافرمانۍ او پاڅون د خبرونو كتونكی يو.د ښځو او محصيلينو د برابری ازادۍ غوښتنې د غورځنګونو تشكيل، له هېواد نه په بهر كښې د شاهزادګانو او له حكومت سره د وابسته كسانو بدچلنۍ او عياشۍ د دې سبب شوی دی چې زياتره پامونه دغه تور ماحول ته وګرځی.
د سعودی عرب د ټولنې منفی اړخ ته په كتو سره په ښه توګه په دې باندې پوهېدې شو چې په نننۍ نړۍ كښې چې اېنټرنټی ارتباطات او ډله ايز سایټونه د ژوند تېرولو طريقه استعمالوونكو ته معرفی كوی دداسې حالت دوام ناممكن دے او ددغه هېواد د سياسی حاكميت مستقبل په خطر كښې اچوی.
1094166
captcha