IQNA

د تهران د فېلم په فېسټيوال كښې د مسلمانو هېوادونو پراخه ګډون

20:59 - September 12, 2012
د خبر لمبر: 2410301
هنری ډله: د تهران د فېلمی فېسټيوال سېكتر د تهران د لنډو فېلمونو د نهويشتم نړيوال فېسټيوال كښې د ١٠٧ هېوادونو له ګډون څخه خبر وركړ چې له دغو څخه ٣١ هېوادونه يا مسلمان هېوادونه دی يا مسلمان نفوس لرونكی دی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د تهران د لنډو فېلمونو د نهويشتم نړيوال فېسټيوال او د وړومبنيو فېلمونو د وړومبنی فېسټيوال په حقله اخباری كانفرنس وړمه ورځ د وږی د مياشتې په شلمه نېټه د دغه فېسټيوال د سېكتر او د ايران د ځوانانو د سينما د انجمن جنرل ډائرېكټر هاشم مېرزاخانی په ګډون سره د ايران د ځوانانو د سينما د انجمن د غونډو په هال كښې وشو.
د اخباری كانفرنس په شروع كښې د فېسټيوال د يو لړ پوسټرو په ښودلو سره هاشم ميرزاخانی وويل: د نهويشتم فېسټيوال د رسمی فعاليت شروع كېدل د تېر ٩٠ كال د كب مياشت وه او سږ كال مو فېسټيوال زر شروع كړ نو مينه وال كولې شی په پرله پسې دريم كال لپاره د اليكټرانيكی بڼه نومونه وليكی او د كوډ نمبر له حاصلولو نه پس دې د دغه كوډنمبر په ذريعه رابطه ساتی.

هغۀ زياته كړه د اسلامی كلتور او ارشاد له جنرل ډائرېكټرانو سره د ترسره شويو موافقو له مخې لنډو فېلمونو د ټولو مينه والو د استفادې لپاره د هېواد په دېرشو صوبو كښې په يو وخت دغه فېسټيوال جوړیږی د ملت پردېس سينما دريم نمبر هال كښې د فېسټيوال د پرانېستې د مراسمو په ترڅ كښې به د تلې د مياشتې په ١٦ نېټه مازیګر څلور بجې په وحدت هال كښې وروستی او د انعامونو د تقسيم مراسم ترسره كیږی.
هغۀ وويل له ايران او د نړۍ له ١٠٧ هېوادونو څخه د پينځو زرو او دوه سوو فېلمونو رالېږل د ايران په دننه كښې د له يو نړيوال فېسټييوال څخه د هركلی ريكارډ دے.
هغۀ وويل: ملېشيا، تركيه، افغانستان، بنگلاديش، قزاقستان، پاكستان، قرقيزستان، مصر، قطر، امارات متحده عربی، مراكش، ليبيا، سوريه، عراق، تيونس، فلسطين، بحرين؛ بوسنيا و هرزگوينا، آلبانيه، لبنان او اردن په شان مسلمان هېوادونهپه دغه فېسټيويال كښې ګډون كوونكی دی او همدارنګ بلغاريه، تايوان، كرواسی، سنگاپور، مغولستان، ويتنام، آذربايجان، غنا، انډونېشيا، جارجيه او تائيلينډ هغه هېوادونه دی چې مسلمان نفوس لری چې له دغه فېسټيوال څخه یې هركلے كړے دے.
هغۀ زياته كړه: چې له لسو هغو هېوادونو څخه چې د ايكو تنظيم غړی دی او د تهران د لنډو فېلمونو په فېسټيوال كښې ګډون كوی تركيه، قزاقستان، قرقيزستان، ‌آذربايجان، پاكستان، افغانستان او ايران هېوادونه دی.
هغۀ وويل: ملېشيا، تركيه، افغانستان، بنگلاديش، قزاقستان، پاكستان، قرقيزستان، مصر، قطر، امارات متحده عربی، مراكش، ليبيا، سوريه، عراق، تيونس، فلسطين، بحرين؛ بوسنيا و هرزگوينا، آلبانيه، لبنان او اردن يويشت مسلمان هېوادونه دی چې له ١٤٦ فيلمونو سره خپل اثار په فېسټيوال كښې دګډون لپاره رالېږلی دی چې تېر كال دغه شمېر ١١٢ فېلمونه ؤ
1095622
captcha