IQNA

په نړيواله بڼه د اردبيل د قران څېړنې او طب غونډه

22:15 - September 16, 2012
د خبر لمبر: 2412875
د سلامتيا ډله: د اردبيل د قران څېړنې او طب د وړومبنۍ ملی كنګرې سېكتر وويل: د كنګرې د اجرائی كمېټۍ غړی په دې لټه كښې دی چې په وړومبنۍ كنګره كښې د موجودو غړيو په همفكرۍ او همكارۍ او د دغې مجموعې له ظرفيتونو څخه په استفادې سره په اربيل پوهنتون كښې د هغې د نړيوال اړخ د برابرېدو كتونكی يو.
د اردبيل د قران څېړنې او طب د وړومبنۍ ملی كنګرې سېكتر د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د اردبيل د قران څېړنې او طب د دوه ورځنۍ كنګرې جوړولو ته په اشارې سره وويل: د دغې كنګرې اختتاميه مراسم هم د وږی د مياشتې په يويشوتمه د كنګرې د دريو برترو پوسټرو او دريو برترو وېناو په معرفی كولو سره جوړ شول.
هغۀ د كنګرې د جوړيدو په وخت كښې د څه د پاسه يو سل دېرشو مقالو وړاندې كولو ته په اشارې سره زياته كړه: په دې باره كښې له مباحثو سره د ګډون كوونكو د لا زيات تعامل لپاره د دغې مجموعې اقدامات دوام لری، د كنګرې سایټ به د ګډون كوونكو ټول مشخصات راغونډ او د كنګرې د سایټ له لارې يو موثر اربتاط ټينګ شی، همدارنګ د كنګرې د سایټ له لارې به د ګډون كوونكو نظريات او وړاندېزونه هم راغونډكړې شی او د علمی او اجرائی كمېټيو او د پوهنتونی مسئولانو ترمېنځ د يو لړ غونډو په جوړولو سره د دغې حوزې په اړه د نظر تبادلې او بحث او مباحثې وكړو.
هغۀ وويل: د كنګرې د اجرائی كمېټۍ غړيو د دغې كنګرې د نړيوال اړخ د جوړولو لپاره د د دغې غونډې د ملې اړخ له جوړولو نه مخكښې كوششونه كړی وو خو په اردبيل پوهنتون كښې د دا ډول غونډې د جوړولو مخينه مو نۀ لرله نو په دې بنياد دا فېصله وشوه چې له ملې كنګرې له جوړولو نه پس د غوره تجربو په حاصلولو سره وكړې شو نړيواله كنګره د قران څېړنې او طب په وړومبنۍ كنګرې كښې د موجودو غړيو په همفكرۍ او همكارۍ سره نړيواله كنګره جوړه كړو.
1098679
captcha