IQNA

د مصر انقلاب د سلطې د نظام لخوا د سيمې د مهندسۍ پائې وه

22:47 - September 19, 2012
د خبر لمبر: 2415557
سياسی ډله: د ايران د بهرنيو چارو وزير د محمدمرسی سره په كتنه كښې د سيمې د حالاتو په بدلون كښې د مصر د خلكو د انقلاب اهميت ته په اشارې سره ووئيل: د مصر خلكو ثابته كړه چې د سيمې مهندسی دوران او د سلطې د نظام لخوا د هغه كنټروليدل پائې ته رسيدلی دی او خلك د خپل برخليك د ټاكلو په لټه كښې دی.
د بهرنيو چارو د وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو د لوئې ادارې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: علی اكبرصالحی بیګا په قاهره كښې د مصر د جمهوررئيس محمدمرسی سره په كتنه كښې يوځل بيا په مصر كښې د ولسی انقلاب د كاميابيدو او په دغه هيواد كښې د ولسی او ډيموكراټيك نظام د ټينګيدلو مباركی ووئيل.
دوی ټينګار وكړ: د ايران اسلامی جمهوريت د خپل برخليك په ټاكلو باندې د حاكميت په لړ كښې د مصر د خلكو د غوښتنې او ارادې احترام كوی او د مصر خلكو ثابته كړه چې د سيمې مهندسی دوران او د سلطې د نظام لخوا د هغه كنټروليدل پائې ته رسيدلی دی او خلك د خپل برخليك د ټاكلو په لټه كښې دی.
د مصر جمهوررئيس هم په دې كتنه كښې له صالحی نه وغوښتل چې د دۀ او د مصر د خلكو تاؤدۀ سلامونه دې د اسلامی انقلاب معظم رهبر او د اسلامی ايران جمهوررئيس ته وړاندې كړی. 1102394
captcha