د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د افريقې د څانګې د رپوټ له مخې د تنزانیې په زرګونو مسلمانانو پرون د خالی په ورځ د تلې د مياشتې په وړومبۍ نېټه د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې د ګستاخانه امريكائی فېلم په خلاف د دغه هېواد په پائېتخت دارالسلام كښې احتجاجی مظاهرې وكړې.
احتجاج كوونكو د دغه ښار په سړكونو كښې د امريكې او صهيونېسټ رژيم په خلاف د شعارونو په وركولو سره د د اسلام او اسلامی مقدساتو په اهانت كښې ددغه ګستاخانه فېلم د جوړوونكو په خلاف يو بيانيه جاری كړه.
په دغه بيانيه كښې د تنزانیې د جوماتونو دامامانو د شورا عمومی منشی شېخ پوندا عيسی پوندا په دغه هېواد كښې د امريكې د سفارتخانې د ټړلو او د هغو ټولو انټر نټی سایټونو د بندولو غوښتنه وكړه چې د دغه ګستاخانه فېلم د ښودلو اقدام یې كړے دے.
شېخ پوندا څرګنده كړه دغه بيانيه د هغو ټولو مسلمانانو په ملاتړ او ملګرتيا سره چې د خداے دګران رسول (ص) او دينی مقدساتو دفاع كوی جاری شوه او له هم اوس څخه د تنزانیې مسلمانانو د امريكې او اسرائيلی رژيم دجوړ كړې شويو سامانونو بائيكاټ كوی.
هغۀ په اخېر كښې وويل په تنزانيه كښې دې د اسرائيلو سفارتخانه هم زرترزره وتړلې شی او د دې په غېر صورت كښې به د دغه هېواد مسلمانان په دې باره ښكې ډېر جدی او بنيادی اقدامات غوره كړی.
1104893