د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مصر چاپ اليوم السابع ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د الاقصی د اوقافو او ميراث موسسې له فلسطينيانو څخه وغوښتل چې سبا دې په مسجدالاقصی كښې په پراخې موجودګۍ سره د دغې صهيونېسټی پلاننګ مخنيوے وكړی.
دغې موسسې همدارنګ پخلے وكړ: له دې مخكښې هم ((يهوديت منهیګوټ)) نومې تنظيم په مسجدالاقصی باندې د حملې كوشش كړے ؤ خو د اسرائيلو امنيتی ځواكونو دغه حمله منعې كړه.
الاقصی موسسې تاكيد وكړ: د اسرائيلو غاصب رژيم هره ورځ د عبادتی مناسكو د ادا كولو په بهانه په مسجدالاقصی كښې د اسرائيليانو په شمېر كښې اضافه كوی او بهرنی سېلانيان هم په ډېر نامناسبه لباس كښې چې د دغه مقدس ځاے د شان وړ نه وی له دغه جومات څخه كتنه كوی.
((يهوديت منهیګوټ)) نومې تنظيم چې د اسرائيلی رژيم له واكمن ليكویډ ګوند سره وابسته دے فېصله كړې ده چې سبا د تلې د مياشتې په يولسمه نېټه د ځای وخت مطابق سحر7:30 بجې په مسجدالاقصی باندې حمله وكړی.
1110840