IQNA

په سویډن كښې په وړومبی ځل د اذان غږ انګازې كوی

17:11 - October 05, 2012
د خبر لمبر: 2425510
بين المللی ډله: په سویډن كښې يو جومات په وړومبی ځل وتوانيدۀ د دغه هيواد له مسئولانو څخه، له منارو نه د بانګ د خپرولو وړومبۍ تائيديه ترلاسه كړی.
د «OnIslam»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د باتكيركا (Botkyrka) سيمې د اسلامی اتحادئې رئيس اسماعيل اوغور د سویډن په سټاكهالم كښې د دغه هيواد د «Dagen» نومې ورځپاڼې سره په مركه كښې اعلان وكړ: مونږ خپل ټول عمر په سویډن كښې تير كړے دے، ټيكس او ماليات مو وركړی دی، نمونه او مثالی ښاريز پاتې شوی يو او د سویډن لپاره مو يولړ ښې لاسته راوړنې لرلې دی او اوس يوه وړه غوښتنه لرو. مونږ غواړو چې دينی آزادی ولرو.
اوغور د روان ميلادی كال په وړومبيو كښې د سټاكهام په جنوب كښې له يو مسجد څخه د اذان د غږ د خپريدو د مجوز د صادريدو په هكله يو درخواست ثبټ كړے وو چې د لازمو څیړنو نه وروسته د دغه ښار د پلاننګ كمیټې تيره اونۍ په دغه ښار كښې د بانګ د خپريدو د ممنوعيت د قانون د لغوه كيدو خبروركړ كوم چې په كال ١٩٩٤كښې تصويب شوے وو.
د بانګ د خپريدو د ممنوعيت د قانون د لغوه كيدو په هكله دغه فيصله چې په اوليه تائيد رسيدلې ده، د لړم د مياشتې په څلورمه نیټه به د سټاكهام ښار د شورا په اجرائی هيئت كښې وجاجوله شی.
د دغه قانون د تصويبيدو په صورت كښې به مسلمانان بلآخره وتوانیږی چې د خپل ښار له جومات څخه د بانګ غږ واوری.
1112906

captcha