د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز المنار یې نقلوی چې په دې پيغام كې سيد حسن نصرالله ته هغه لیږل شوی ؤ د دې كاميابو عملياتو د مباركې په ترڅ كې نصر الله ته په خطاب كې راغلی دی مو نږ دا لويه تاريخې پیښه چې د اسراييلو زړونه یې ولړزولو، په درناوی سره د زړه له كومې تاسو ته او حقيقی مباركې تاسو ته وړاندې كوو چې د دې عملياتو اټل توب د لبنان مقاومت ته ګرځی.
په دې پيغام كې ټينګار شوے دے حزب الله لبنان په داسې وخت كې دا عمليات تر سره كړ چې ځينې عرب او مسلمانان په قبيله ايزو او فرقه ايز جنګونو د رامينځته كولو په هدف د استعمار د هدفونو د ترسره كولو لپاره فعاليت كوی.
د دې پيغام په يوې برخې كې راغلی دی چې تاسو د ايوب عملياتو په تر سره كولو سره د باد په مخالف لور داخل شوئ او نيغه په نيغه داسې سخت طوفان ته ننوتئ چې سيمه یې راګير كړې ده. او په يقينی توګه دې عملياتو سره د صهيونسټانو ارادې سستې شوی.
1124736