IQNA

دعای عرفه په روسۍ ژبه خپره شوه

22:33 - October 29, 2012
د خبر لمبر: 2440033
د ادب ډله: د عرفې په ورځې د امام حسين(ع) د عرفې دعا د داغستان د اهلبيتو(ع) د څیړونكی مركز له خوا د ايران د كلتوری مركز په مرسته په روسۍ ژبه وژباړل شوه او خپره شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سازمان له څانګې یې نقلوی، د دې كتاب سريزه ابوذر ابراهيمی تركمان ليكلی ده چې په روس كښې د ايران د كلتوری مركز كار كوونكی دی، چې په كښې یې د دې دعا تاريخ، اداب او غرض بيان كړی دی.
د دې دعا ژباړونكی «آزارتسون ماگومدوف» دی چې د استاد عثمانوف، چې ايران پوه، اوقرآن څیړونكی او د قران مشهور مترجم دی، شاګرد دی.
د امام حسين(ع) د عرفې دعا په لومړی ځل 2000 ګڼې چاپ شوه.
دا مركز قصد لری چې په راتلونكی كښې داسې نورې دعاګانې لكه دعای كميل، جوشن كبير، ابی حمزه ثمالی او نورې ترجمه كړی.
1127984
captcha